راپورونه وايي عراق کې داعش وسله والو ۸ تنه ولسي وګړي له څو ورځې برمته کولو وروسته اعدام کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عراق پولیسو د دې خبرې د پخلي تر څنګ ویلي، د وژل شویو کسانو پر جسدونو د شکنجه کولو داغونه معلومېږي او جسدونه یې د عراق شمال کرکوک دیاله کې موند شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې شپږ تنه د کربلا ښار اوسېدونکي دي چې ویل کېږي څو ورځې وړاندې داعش وسله والو برمته او تښتولي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل