د امریکا سترې محکمې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه امر تأیید کړ، چې امریکا ته د څو هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز لګوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا سترې محکمې دغه پرېکړه پرون سې شنبې د چنګاښ ۵ مه کړې او دا یې د ټرمپ ادارې د پالیسۍ په اړه لومړۍ پرېکړه ده، چې کوي یې.
د ټرمپ په پرېکړه کې تر ډېره هغه هېوادونه شمال دي، چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي.
په دې هېوادونو کې ایران، لیبیا، سومالیا، سوریه او یمن شامل دي.
د امریکا د سترې محکمې رئیس جان رابرټس په دې اړه د اکثریت نظر د لیکلو پر مهال ویلي، چې ولسمشر د سفر او کډوالۍ د تنظیم په برخه کې د پام وړ واک لري.
نوموړي هغه انتقادونه هم رد کړل چې ګوندې دا بندیز د مسلمانانو ضد اساس لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ابتدايي محکمو د څو هېوادونو څخه امریکا ته د وګړو پر سفر د ولسمشر ټرمپ دا بندیز د امریکا د اساسي قانون سره په مخالفت کې بللی و.
خو له سپینې ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر ټرمپ د سترې محکمې دا پریکړه، د امریکا د خلکو او اساسي قانون لپاره ستر بریالیتوب بللی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل