نیجریا کې د بزګرانو او کوچیانو تر منځ نښتې وروسته چې کابو ۸۶ تنه په کې و وژل شول دغه هېواد په پلاتو کې نظامي حکومت اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد امنیتي سرچینو تایید کړه، چې د مرکز پلاتو په ایالت کې د دوه قومونو تر منځ نښته کې ۸۶ تنه وژل شوي دي.
دغه جګړه د کرونده ګرو د بروم او د کوچیانو د فولاني قومونو تر منځ رامنځ ته شوې وه، چې په کې ۵۰ کورونه، ۱۵ موټرسایکلونه او دوه موټر هم سوځول شوي و.
دغه نښته د تېرې پنشنبې په ورځ رامنځ ته شوې خو حکومت د دې له پاره چې حالت عادي شي له تېرې ورځې راهیسې په دې ولایت کې نظامي حکومت اعلان کړی او پر تګ راتګ یې بندیز لګولی دی.
باید و ویل شي، چې په نیجریا کې قومي شخړې له کلونو راهیسې دوام لري او د ګرونده ګرو قوم د دغه هېواد ولسمشر د خپل فولاني قوم څخه په ملاتړ تورن کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل