راپورونه وايي، د جرمني د ووپرتال په ښار کې د یوې درنې چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۹ تنه ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي پولیسو ویلي، چاودنه په یوه ودانۍ کې د ننه رامنځ ته شوې او دغه ودانۍ یې ویجاړه کړې ده.
ټي آر ټي رسنۍ د پولیسو له قوله وايي، تر اوسه د چاودنې لامل نه دی معلوم خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
چاودنه د شپې په نیمايي کې رامنځ ته شوې او تر اوسه نه ده معلومه، چې کوم ترهګر برید وو که څنګه.
جمهورخبري آژانس:کابل