د ملي دفاع وزارت وايي، د پوځ هوايي ځواکونو په میدان وردګو ولایت کې د وسله والو طالبانو مرکزونه په نښه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یک شنبې د چنګاښ ۳ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې هوايي ځواک د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې پر طالبانو بمبار کړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې د دغه هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی پنځه موټره له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ترې جمعې په ورځ د یادې ولسوالۍ پر لویه لار پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او د کابل- بامیانو لویه لار یې د ترافیکي پر مخ تړلې وه.
د میدان وردګو چارواکي وايي، دغه لار اوس د ترافیکو پر مخ پرانستې او وسله وال طالبان هم ځپل شوي دي.
جمهورخبري آژانس: کابل