د عراقي هوایي ځواکونو په سوریه کې پر داعش وسله والو بمبار کړی او تر ۴۵ پورې لوړ پوړي داعشیان یې په کې وژلي دي.
په وژل شویو کسانو کې د داعش د جنګ مرستیال وزیر، د داعش د پولیسو رییس، د داعش د رسنیو یو مدیر او دغه راز د یادې ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي ځانګړی پیغام رسوونکی هم شامل دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید د عراق هوايي ځواکونو د سوریې په دیر الزور کې، د داعش وسله والو په یوه غونډه کړی دی.
د عراق پوځ پرون شنبې د چنګاښ دوهمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی هوايي ځواکونو د دیر الزور ایالت د هجین ښار کې درې کورنه بمبار کړی، چې داعش په کې وو.
سرچینه زیاتوي، چې په دې برید کې ټولټال ۴۵ داعشیان وژل شوي، چې په کې د دغه ډلې د جنګ مرستیال وزیر، د داعش د پولیسو رییس، د داعش د رسنیو یو مدیر او دغه راز د یادې ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي ځانګړی پیغام رسوونکی هم شامل دي.
د سوریې دیر الزور ولایت له عراق سره پولې ته نېږدې پروت دی او عراقي پوځ د اپرېل له میاشتې راهیسې، د سوریې په خاوره کې د داعش پر وسله والو هوايي حملې کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل