۰

پاکستاني طالبانو خپل نوی مشر وټاکه

یکشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۵
پاکستاني طالبانو د ملا فضل الله له وژل کېدو وروسته مفتي نورولي مسید د خپل مشر او مفتي حضرت الله د هغه د مرستیال په توګه ټاکلي دي.
پاکستاني طالبانو خپل نوی مشر وټاکه
پاکستاني طالبانو د ملا فضل الله له وژل کېدو وروسته مفتي نورولي مسید د خپل مشر او مفتي حضرت الله د هغه د مرستیال په توګه ټاکلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خپل پخواني مشر ملا فضل الله وژل کېدل تایید کړی او ویلي یې دي، چې مفتي نور ولي یې خپل مشر ټاکلی دی.

ملا فضل الله اوونۍ وړاندې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې و وژل شو او تر وژل کېدو وروسته یې داسې ویل کېدل، چې د پاکستاني طالبانو تر منځ د مشر د ټاکلو پر سر اختلافات رامنځ ته شوي دي.

پرون هم د پاکستانی طالبانو ځینو لوړ پوړو غړو لوېدیځو رسنیو ته ویلي و، چې د دوی دوه ډلې د مشر په ټاکل کېدو سره اوښتې.

د پاکستاني طالبانو غړو د جرمني خبري اژانس DPA ته ویلي چې دوه مهم ګروپونه چې دا ډله یې جوړه کړې، د مقابل لوري له کاندید سره مخالفت کوي او غواړي د دوی کاندید د ډلې مشر شي.

د پاکستاني طالبانو یوه غړي قاري نور DPA اژانس ته ویلي، د سوات اوسېدونکی عمر رحمان سواتی نېږدې و چې د پاکستاني طالبانو د مشر په توګه غوره شي، خو یو ناڅاپه له دې پرېکړې سره مخالفت وشو.

ویل کېږي چې د پاکستاني طالبانو یو بل مشر مفتي نورولي محسود هم غواړي د دې ډلې مشر شي.

د TTP یوه بل غړي DPA اژانس ته زیاته کړې، چې نورولي محسود د افغان طالبانو له حقاني شبکې سره نېږدې اړيکې لري.

خو اوس د پاکستاني طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پخواني مشر تر وژل کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو د رهبرۍ شورا د نوي امیر د ټاکلو لپاره غونډه کړې او مفتي نورولي مسید د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي