د اسرائیلو پوځ وايي، د سوریې په خاروه کې یې د جاسوسۍ یوه بې پیلوټه الوتکه لوېدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه الوتکې د لوېدو خبر لومړی سوري سرچینو اعلان کړی و، خو د اسرائیلو پوځ یې اوس پخلی کړی دی.
د اسرائیلو د پوځ ویاند پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی یوه بې پیلوټه Skylarkډوله الوتکه د سوریې د قنیطره ولایت د حضر ښارګوټي ته نېږدې لوېدلې ده.
دغه الوتکه په سیمه کې د جاسوۍ او پرېژندنې له پاره کارېدله، چې ویل کېږي د سوریې د پوځ د هوايي ضد سیستم لا خوا راغورځول شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل