۰

د شمالي کوریا ولسمشر چین ته تللی دی

سی شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۶
د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون چین ته رسېدلی او د چین د ولسمشر په ګډون یې له یو شمېر چنايي چارواکو سره لیده کاته کړي دي.
د شمالي کوریا ولسمشر چین ته تللی دی
د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون چین ته رسېدلی او د چین د ولسمشر په ګډون یې له یو شمېر چنايي چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د شینهوا خبري اژانس وايي، ښاغلی اون به د جون تر شلمې پورې په چین کې وي، خو د سفر په اړه یې نور ډېر جزیات نه دي خپاره شوي.

اون دغه سفر وروسته له هغه کوي، چې تېره اونۍ یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سنګاپور کې وکتل.

دا په تېرو درېیو میاشتو کې چین ته د کېم جونګ اون درېیم سفر دی خو لومړی ځل دی چې د چین رسنۍ مخکې له مخکې دغه هېواد ته د کیم جونګ اون د سفر په اړه خبرونه خپروي.

له دې وړاند به د نوموړي د سفر په اړه هغه وخت خبرونه خپرېدل، چې بېرته به خپل هېواد ته ستون شوی و. چین ویلی، که شمالي کوریا پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي، ملګري ملتونه به پر دغه هېواد لګېدلي بندیزونه تعدیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي