۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي له شمالي کوریا به بندیزونه لرې نه شي

پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، تر څو شمالي کوریا په مکمله توګه له اټومي وسلو بې وسلې کړای شوې نه ده، بندیزونه به پرې دوام ولري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي له شمالي کوریا به بندیزونه لرې نه شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، تر څو شمالي کوریا په مکمله توګه له اټومي وسلو بې وسلې کړای شوې نه ده، بندیزونه به پرې دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپپيو د څرګندندونې د جنوبي کوریا مرکز سؤل ښار کې له خپل کوریايي او جاپاني سیالانو سره په یوه خبري غونده کې وکړې.

مایک پمپیو و ویل«تر څو شمالی کوریا په مکمله توګه ځان بې وسلې نه کړي او په عمل کې یې ونه ښيي، بندیزونه بره پرې کم نه شي.»

وړاندې له دط د شمالی کوریا رسنیو ویلي وو چې د بې وسلو کولو او بندیزونو د لرې کولو لړۍ به یو له بل سره ګام پر ګام مخ ته ځي.

تر دې وړاندې پمپیو په خپلو خبرو کې ویلي و، چې شمالي کوریا باید تر ۲۰۲۰ پورې اټومي وسلې له منځه یوسي.

د یادونې وړ ده چې د همدې لانجې او موضوع په سره وړمه ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون په سنګاپور کې سره ولیدل او یو لړ تفاهم لیکونه یې هم لاسلیک کړل.

تر دغه لیدونو وروسته دواړه په خبري غونده کې راښکار شول او ټرمپ خپلو خبرو کې و ویل، چې دوی او اون به داسې لانجه حل کړي، چې تر اوسه یې څوک په حل کولو نه وو بریالي شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي