۰

ننګرهار کې یو تن د خپلې کورنۍ ۴ غړي وژلي دي

پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۱
سمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یو تن د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړې او ۷ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
ننګرهار کې یو تن د خپلې کورنۍ ۴ غړي وژلي دي
سمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یو تن د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړې او ۷ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (پنشنبې شپه د غبرګولي ۲۳مه) د ننګرهار ولایت په خوګیانو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی وايي، دغه کس د کورنۍ له غړو سره د شخصي اختلاف له امله پر هغوی ډژې کړې دي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

خوږیاڼی زیاتوي، چې برید کوونکي کس د خپلې کورنۍ د یوې مېرمنې په ګډون څلور غړي وژلي او د یوې نجلۍ په ګډون یې درې نور ټپیان کړي دي.

د ننګراهار د والي ویاند ویلي برید کوونکي کس د خپلې کورنۍ پر غړو له ډزو وروسته خپل ځان هم وژلی دی، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنه کړل.

هغه وايي، پولیسو پلټنې پیل کړې تر څو د پېښې د رامنځ ته کېدو اصلي لامل په ګوته شي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي