۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

شمالي کوریا باید تر ۲۰۲۰ پورې له اټومي وسلو خلاصه شي

پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، امریکا تمه لري، چې شمالي کوریا به تر ۲۰۲۰ میلادي پورې خپلې اټومي وسلې له منځه یوسي او دا هېواد له یو له اټومي وسلې پاک هېواد شي.
شمالي کوریا باید تر ۲۰۲۰ پورې له اټومي وسلو خلاصه شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، امریکا تمه لري، چې شمالي کوریا به تر ۲۰۲۰ میلادي پورې خپلې اټومي وسلې له منځه یوسي او دا هېواد له یو له اټومي وسلې پاک هېواد شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پامپیو دغه څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د ولسمشر کېم جونګ اون تر لیدنې او خبرو اترو وروسته کړې.

نوموړي زیاته کړې، امریکا انتظار لري، چې شمالي کوریا به د دوه کلونو نیمو کلونو په اوږد کې د اټومي وسلو د له منځه وړلو په برخه کې اساسي ګامونه پورته کړي.

د امریکا د بهرینو چارو وزیر تمه وښوده، چې له شمالي کوریا سره خبرې پر مخ لاړې شي او پرمختګ وشي، خو د ګواښ ژبه یې لا هم کاروله او ویل یې که خبرې ودرېږي امریکا به د کوریا په تاکو کې پوځي تمرینات له سره پیل کړي.

پامپیو د ولسمشر ټرمپ له خوا په کوریا ټاپو کې د پوځي تمریناتو د درلو څخه ملاتړ وکړ او ویې ویل، دغه تمرینات به خبرو د پرمختګ او ښه نیت تر وخت پورې ولاړ وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي