د سمنګان والي عبدالطیف ابراهمیمي وايي، وسله وال طالبان پر خرم او سارباغ ولسوالیو د فشار راوړلو تر څنګ هڅه کوي، چې د شمالي د حلقه وي لارې کنټرول خپل لاس کې واخلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو د دې کار له پاره د یادو ولسوالیو په دره صوف پاین او دره صوف بالا فشار زیات کړی تر څو دغه لار وینسي.
نوموړي په دغه ولایت کې د پولیسو د تشکیل کښمت لویه ستونزه وبلله او یې ویل، چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د امنیت له پاره ۱۴۰۰ پولیس بسنه نه کوي.
د سمنګانو والي د ټاکنو له پاره د امنیت له پاره د پولیسو زیاتول اړین وبلل او غوښتنه یې وکړه، چې د ټاکنو د امنیت له پاره باید د پولیسو تشکیل زیات کړای شي.
په ورته وخت د سمنګان ولایت امنیه قوماندان محمد جان دریاب بیا وايي، طالبان د دره صوف ولسوالۍ په سقوط سره هڅه کوي د ډبرو سکرو کان په واک کې واخلي.
جمهورخبري آژانس:سمنګان