۰

د هند او افغانستان تر منځ د کرکټ تاریخي لوبه پیل شوه

پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۳
د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ تاریخي لوبه پیل شوه او د دغه لوبې د پیل مراسمو ته د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر نور چارواکي ورغلي دي.
د هند او افغانستان تر منځ د کرکټ تاریخي لوبه پیل شوه
د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ تاریخي لوبه پیل شوه او د دغه لوبې د پیل مراسمو ته د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر نور چارواکي ورغلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه نن پنشنبې د غبرګولي ۲۴ مه د هندوستان د بنګلور ښار په اېم- چيناسوامي لوبغالي کې پیل شوې ده.

د افغانستان او هند تر منځ دغه لوبه ځکه تاریخي ده، چې افغانستان په لومړي ځل د ټېسټ لوبه له یوې داسې لوبډلې سره کوي، چې په ټېسټ لوبه کې د نړۍ په کچه لومړی درجه ده.

افغانستان تېر کال په همدې تاریخ د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا د ټېسټ یا پنځه ورځنۍ لوبې درجه تر لاسه کړه.

د لوبې پچه هند لوبډلې ګتلې او خپله لومړی پاړنۍ توپ وهنه یې پیل کړې ده.

د دغه تاریخي لوبې د پیل مراسمو ته د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر نور افغان چارواکي او د ولسي جرګې ځینې غړي هم ورغلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي