د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس راپور ورکړی، چې ښايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پيونګ یانګ او د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون له واشنګټن څخه لیدنه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په راپور کې ویل شوي، چې په دې اړه خبرې اترې پرون سنګاپور کې د دواړو مشرانو د لیدونو او خبرو اترو په ترڅ کې شوې دي.
د شمالي کوریا رسمي آژانس راپور کې لیکي، چې ولسمشر اون ولسمشر ټرمپ ته د پیونګ یانګ څخه دې لیدنې او دغه راز ولسمشر ټرمپ ولسمشر اون ته د واشنګټن څخه د لیدنې بلنې ورکړې دي.
دغه آژانس زیاته کړې، چې د شمالي کوریا ولسمشر اون د امریکا متحده ایالاتو دعوت منلی خو تر اوسه یې د احتمالي سفر کره نېټه نه ده معلومه شوې.
بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره مرکه کې ویلي، چې د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون به په مناسب وخت کې له سپینې ماڼۍ څخه لیدنه وکړي.
خو دا چې ټرمپ د شمالي کوریا د ولسمشر دعوت منلی که نه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي، چې د امریکا او شمالي کوریا ولسمشرانو پرون په سنګارو کې د بندو دروازو تر شاه څو ناستې او خبرې اترې درلودې او په ځینو مهمو تفاهم لیکونو یې لاسلیکونه کړي دي.
که څه هم د دغه تفاهم لیکونو جزیات نه دي خپاره شوي، خو تر خبرو وروسته ټرمپ له اون سره په ګډ خبري کنفرانس کې و ویل، چې دی او اون به هغه ستونزې حل کړي، چې اوسه یې څوک په حل نه و بریالي شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل