د امریکا متحده ایالاتو په سایبر یا انټرنیټي تخریبي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور پر یو شمېر روسي افرادو او کمپنیو نوي بندیزونه لګولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بندیزوه د امریکا د خزانې وزارت له خوا لګول شوي او وايي، د هغه افرادو او کمپنیو نومونه به خپاره کړي دي چې هغوی د مسکو له پوځ او استخباراتي ادارو سره کار کاوه او د امریکا او متحدینو پر وړاندې یې په سایبر یا انټرنیټي تخریبي فعالیتونو کې لاس لرل.
د یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغو کمپنیو د روسیې له فدرال ادارې سره د ټکنالوژۍ او نورو موادو په برخه کې مرسته کوله او یوه یې د همدې ادارې(FSB) له لورې کنټرولېده.
د امریکا محتده ایالات دغه راز روسیه تورنوي چې د سایبر په وسیله نور تخریبي فعالیتونه هم کوي. روسیې بیا دا تورونه رد کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل