۰

هلمند کې ٢١٧ سرتېري له دندو ګوښه کړای شوي دي

سی شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۸
لوړ پوړي پوځي چارواکي وايي، د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د فساد مخنیوي او اصلاحاتو په خاطر په هلمند ولایت کې ۲۱۷ افسران، ساتنمنان، سربازان او نور مامورين له دندو لرې شوي دي.
هلمند کې ٢١٧ سرتېري له دندو ګوښه کړای شوي دي
لوړ پوړي پوځي چارواکي وايي، د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د فساد مخنیوي او اصلاحاتو په خاطر په هلمند ولایت کې ۲۱۷ افسران، ساتنمنان، سربازان او نور مامورين له دندو لرې کړای شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد شمېر افسران، ساتنمنان، سربازان او نور مامورين د اداري فساد او وظیفوي غفلت له تور سره مخ شوي.

په هلمند کې د ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزی وايي د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه پيل شوې چې له مخې به يې د دې ولايت امنيت ټينګښت ومومي.

هغه وويل چې د پوليسو او اردو په ليکو کې يو شمېر کسان د پيسو او واسطو پر زور په دندو ګومارل کېدل چې له امله يې امنيتي وضعيت هم خراب شوى و.

احمدزى زیاته کړه، چې ٢١٧ تنه افسران، ساتنمنان، سربازان او نور مامورين يې د اداري فساد او وظيفوي غفلت له امله له دندو ګوښه کړي او عدليي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.

په ورته وخت کې نوموړي دا هم ویلي، چې د حکومت له پلان سره سم به د اوربند په ورځو کې له تعرضي حالت څخه دفاعي حالت غوره کوي.

د هغه په وینا په دې وروستيو کې د لښکرګاه تر څنګ په ځينو نورو سيمو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو له امله امنيتي وضعيت ښه شوى دى.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي