۰

د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ د مرکز د سقوط ضد او نقیض راپورونه

سی شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۱
سیمه ییزې سرچینې وايي، د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ مرکز لولاش د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلی دی.
د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ د مرکز د سقوط ضد او نقیض راپورونه
سیمه ییزې سرچینې وايي، د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ مرکز لولاش د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فاریاب د ولایتي شورا رییس طاهر رحماني د دغه خبر د پخلي ترڅنګ رسنیو ته ویلي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه په دلیزه توګه د ولسوالۍ پر مرکز بریدونه کړي او نیولی یې دي.

د فاریاب د ولایتي شورا رییس دا هم وايي، چې په دې جګړه کې د ولسوالۍ ولسوال عبدالرحمان پناه او ۸ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

خو د فاریاب امنیه قوماندانۍ د کوهستان ولسوالۍ د مرکز د سقوط خبره په کلکه رد کړه.

په ورته وخت کې ویل کېږي، چې وسله والو طالبانو په سرپل ولایت کې هم یو پوځي اډه تر څو ساعته جګړې وروسته نیولې ده.

سیمه ییزه سرچینو رسنیو ته ویلي، چې طالبانو د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې د قفلاتون اډه پر اړه جګړه پیل کړې وه، چې نن سهار دغه اډه لاس ته لوېدلې ده.

ویل کېږي په دې نظامي اډه کې تر ۵۰ پورې سیمه ییز پولیس ځای پر ځای شوي وو، خو دا چې هغوی ته په جګړه کې زیان اوښتی که څنګه په اړه یې څه نه دي ویلي.

د سرپل امنیتي چارواکو په دې اړه تر اوسه نظر نه دی څرګند کړی، او نه هم وسله والو طالبانو تر اوسه د دواړو جګړه په اړه څه ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي