سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د یوه موټربم ځانمرګي برید په ترڅ کې ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې زیاتره یې نظامي کسان دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید تېره «سه شنبې شپه» د غبرګولي ۲۱ مه ناوخت مهال د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، یوه ځانمرګی برید کوونکي له چاوېدونکو توکو ډک هاموي موټر په واسطه د مقر ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې ۵ پولیس وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي، چې ډېری یې نظامي کسان دي.
هغه وايي، په برید کې د ځانی زیان تر څنګ زیات مالي زیان هم اوښتي او د ولسوالۍ ودانۍ هم زیانمنه شوې ده.
د غزني د والي ویاند ویلي، دغه برید وسله والو طالبانو پلان او تر سره کړی، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:غزني