ټاکل شوې ولسمشر اشرف غني نن ناوخته کندهار ولاړ شي او هلته یوې لویې غونډې ته وینا وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني د ورتګ له پاره له وړاندې د کندهار د ولایت مقام د ودانۍ په شا اوخوا سيمو کې کلک امنیتي تدابير نیول شوي.
دولتي سرچينې وایي، تېر مازيګر کندهار ولایت ته د کابينې يو شمېر غړي هم رسېدلي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې ښاغلی غنی به هم نن ناوخت دغه ولایت ته ولاړ شي او تر روژه ماتي وروسته به یوې لویې غونډې ته وینا وکړي.
کندهار ته د ولسمشر اشرف غني د سفر په اړه ډېر جزيات نه دي په ډاګه شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل