۰

د ننګرهار په چپرهار کې چاودنې ۱۴ تنه ټپیان کړي

دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۶
سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۴ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د ننګرهار په چپرهار کې چاودنې ۱۴ تنه ټپیان کړي
سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۴ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشبنې د غبرګولي ۲۱ مه سهار مهار د چپرهار ولسوالۍ د مرزادین په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی وايي، چاودنه په یاده سیمه کې په یوه مېله کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه چاودنه کې ۱۲ ولسي وګړي ټپیان شوي، چې درې د جلال آباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

خو د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نجیب الله کاموال وایي، د چاودنې له ځایه دوی ته ۱۴ ټپیان وروړل شوي، چې د دریو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ننګرهار پر پوهنې ریاست او طب پوهنځۍ په ډلیز ځانمرګي برید کې هم ۱۵ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسؤولیت چا نه دی منلی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي