۰

د کلیو او پراختیا وزارت په دروازه کې ځانمرګی برید ۴۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۷
روغتیايي چارواکي وايي، د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت دروازه کې شوي، ځانمرګي برید ۴۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کلیو او پراختیا وزارت په دروازه کې ځانمرګی برید ۴۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
روغتیايي چارواکي وايي، د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت دروازه کې شوي، ځانمرګي برید ۴۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن دوشنبې د غبرګولي ۲۱مه شاوخوا یوه بجه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اړونده سیمه کې د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت په دروازه کې پلي ځانمرګي برید وکړ.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي، برید د وزارت په دروازه کې شوی او په کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو ښايي د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.

په ورته وخت د عامې روغتیا وزارت وحیدالله مجروح وايي، په دې برید کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

عیني شاهدان وايي، دا ځانمرګی برید پداسې وخت کې وشو، چې د وزارت کارکوونکي له وزارت نه د وتلو په حال کې وو او په وژل شویو کې د وزارت کارکوونکي چې مېرمنې هم په کې دي شته.

برید په یوه ډېره له امنیت څخه ډکه سیمه کې رامنځ ته شوی، ځکه دلته د ولسمشر غني کور، لوی څارنوالي، حزب اسلامي د مشر حکمتیار کور او ځینې نور مهم دفترونه هم شتون لري.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ننګرهار د پوهنې په ریاست او طب پوهنځۍ هم د څلورو تنو ځانمرګو بریدګرو له خوا ډلیز برید وشو، چې ۱۵ تنه ولسي وګړي په کې ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي