۰

غزني کې ماین چاودنې ۸ ملکي وګړي وژلي

دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۱
د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۸ ولسي وګړي وژل شوي دي.
غزني کې ماین چاودنې ۸ ملکي وګړي وژلي
د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۸ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د غزني د ولایتي شورا یو غړي سخي زابلي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه پېښه تېره شپه د جغتو او اجرستان ولسوالیو تر منځ د جرمتو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه لارې یو مسافر وړونکی لیني موټر له جغتو څخه اجرستان ته په لاره وو چې په یاده سیمه کې پرې ماین چاودلی دی.

دی وايي، په دغه چاودنه کې۸ تنه ملکي وګړي وژلش وي او دغه راز یاد لویه لاره اوس د ناامنیو او ماینونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي