۰

د امریکا او شمالي کوریا چارواکي نن سنګاپور کې غونده کوي

دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۸
د امریکا او شمالي کوریا چارواکي نن په سنګاپور کې غونډه کوي چې د دواړو هېوادونو د سبانۍ سرمشریزې وروستی چمتووالی ونیسي.
د امریکا او شمالي کوریا چارواکي نن سنګاپور کې غونده کوي
د امریکا او شمالي کوریا چارواکي نن په سنګاپور کې غونډه کوي چې د دواړو هېوادونو د سبانۍ سرمشریزې وروستی چمتووالی ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سپینې مانۍ ویاندې سارا هاکبي سندرز وايي، د امریکا او شمالي کوریا د چارواکو په نننۍ غونډه کې به د واشنګټن د پلاوي مشري په فیلیپین کې د متحده ایالاتو سفیر کوي.

ټرمپ او اون پرون یک شنبې سنګاپور ته ورسېدل، خو ټاکل شوې ده دواړه مشران سبا ته د سنګاپور په سنټوزا ټاپو کې له یو بل سره و ویني.

د ولسمشر ټرمپ او کېم ترمنځ خبرې به د کوریا ټاپو وزمې په غیر اټمي کولو او د پیونګ‌یانګ په اټمي پروګرام متمرکزې وي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي دا سرمشریزه د شمالي کوریا لپاره یوازنی فرصت دی او له کېم سره د خبرو پر مهال به دی په یوه دقیقه کې پوه شي چې د شمالي کوریا مشر د خپل اټمي پروګرام د بندولو په اړه جدي دی او کنه؟

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي