۰

د افغان حکومت او شانګهای سازمان ترمنځ د تماس ډله رامنځته شوې

دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۹
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان حکومت او شانګهای سازمان تر منځ د تماس ډله رامنځ ته شوې ده.
د افغان حکومت او شانګهای سازمان ترمنځ د تماس ډله رامنځته شوې
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان حکومت او شانګهای سازمان تر منځ د تماس ډله رامنځ ته شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه پرون یک شنبې د غبرګولي ۲۰ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دې ډلې د رامنځته کېدو تړون پرون د سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر له‌خوا لاسلیک شو.

افغان ولسمشر هم د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې د دې ډلې په رامنځته کېدو خوښي ښودلې ده او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې د همکاریو د پراختیا په تمه دی.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې افغانستان له جغرافیايي پلوه د اسیا د زړه او د تاریخي اړخه د هند ټاپو وزمې د دروازې په توګه چمتو دی چې د اسیا د څلورلاري په حیث عمل وکړي.

باید و ویل شي، چې افغانستان د شانګهای سازمان څارونکی دی، خو د دې سازمان له ګڼو اصلي غړو سره ‌یې د سیمې په کچه د تاپي او کاسا زر پروژو په څېر لویې پروژې پيل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي