۰

د عراق د پارلماني ټاکنو د رایو صندقونو په یوه مرکز کې اور لګېدلی

دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۶
د عراق د کورنیو چارو وزارت وایي، د پارلماني ټاکنو د رایو د صندقونو په یوه تر ټولو لوی مرکز کې اور لګېدلي خو زیان یې نه دی اړولی.
د عراق د پارلماني ټاکنو د رایو صندقونو په یوه مرکز کې اور لګېدلی
د عراق د کورنیو چارو وزارت وایي، د پارلماني ټاکنو د رایو د صندقونو په یوه تر ټولو لوی مرکز کې اور لګېدلي خو زیان یې نه دی اړولی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي اور د راټولو شویو رایو د هغه څلورو لویو مرکزونو څخه په یوه کې لګېدلی، چې د بغداد ختیځ رصافه کې جوړ شوي دي.

دغه سیمه کې د عراق د تېءې یوې میاشتې مخکې پارلماني ټاکنو د رایو صندقونه راټول شوی وو خو د عراق دولتي تلوېزیون اعلان کړی، چې صندقونه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې یوه بل ځای ته لېږدول شوی دی.

د عراق د کورنیو چارو وزیر قاسم اعرجي ویلي، یو صندوق هم نه دی سوځېدلی او اور کنټرول شوی خو تر اوسه یې د رامنځ ته کېدو لامل نه دی څرګند شوی.

د عراق لومړي وزیر حیدار العبادي دغه پېښه د عراق د دیموکراسۍ او ملي امنیت له پاره یوه دسیسه بللې او د دغه پېښې د جدي پلټونو تر څنګ یې ویلي، هر چا چې دا کار کړی او غوښتل یې د عراق امنیت ته ګواښ پېښ کړي، د اوسپنیزه سوکانو انتظار دې وکړي.

عبادي ټنګار کړی هغه ترهګر بانډونه چې د عراق د امنیت د لمنځه وړلو او د ټاکنو تر پښو لاندې کولو په لټه کې تر جدي تعقب لاندې به ونیول شي او قانوني چلند به ورسره وشي.

دغه راز نوموړي د رای ساتنې د ټولو مرکزونو د جدي امنیت او خوندیتوب سپارښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي