۰

کابل کې چاودنې پنځه تنه ټپیان کړل

یکشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۸
امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې د یوه ماین د چاودنې له امله ۵ ملکي وګړي او پولیس ټپيان شوي دي.
کابل کې چاودنې پنځه تنه ټپیان کړل
امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې د یوه ماین د چاودنې له امله ۵ ملکي وګړي او پولیس ټپيان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن یک شنبې د غبرګولي ۲۰ مه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ په بازار کې شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزی وايي، چاودنه د پولیسو په رنجر موټر پسې د چسپکي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په چاودنه کې پنځه تنه یوازې ټپیان شوي، چې دوه یې پولیس او درې یې هم ملکي وګړي دي.

د هغه په وینا تر اوسه د پېښې په تور څنګ نه دي نیول شوی، خو د پولیسو پلټنې روانې دي.

باید و ویل شي، چې تېره تېره دوه اوونۍ وړاندې هم په همدې کمپنۍ سیمه کې د یوې ورته چاودنې له امله څو تنه ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي