۰
ولسمشرغني:

د جګړې ختمولو له پاره طالبانو سره سیاسي مذاکراتو تیار یوو

یکشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، غواړي هېواد کې جګړی پای ته ورسېږي او د دې جګړې د پای ته رسېدو له پاره چمتو دی، له طالبانو سره سیاسي مذاکرات وکړي.
د جګړې  ختمولو له پاره طالبانو سره سیاسي مذاکراتو تیار یوو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، غواړي هېواد کې جګړی پای ته ورسېږي او د دې جګړې د پای ته رسېدو له پاره چمتو دی، له طالبانو سره سیاسي مذاکرات وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په اتلسم کنفرانس کې چې نن یک شنبې د غبرګولي ۲۰ مه چین کې روان دی وکړې.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې و ویل، چې ټوله هڅه یې دا ده، چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او دغه هېواد د سیمې د هېوادونو په یوه تجارتي مرکز بدل شي.

نوموړي و ویل، چې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو له پاره د وسله والو طالبانو سره د سولې سیاسي مذاکراتو ته چمتو دی، چې تر سره یې کړي.

ښاغلي غني په خپله وینا کې د سیمې له هېوادونه افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځ ته کېدو په برخه کې د مرستې د غوښتنې تر څنګ و ویل، چې په افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې له امنیت سره مرسته کولی شي.

هغه و ویل« افغانستان په داسې یوه سیمه کې پروت دی، چې ثبات یې د ټولې سیمې
هغه و ویل« افغانستان په داسې یوه سیمه کې پروت دی، چې ثبات یې د ټولې سیمې له ثبات سره مرسته کوي او په دغه هېواد کې نا امني د ټولې سیمې د ناامنۍ سبب ګرځي.»
له ثبات سره مرسته کوي او په دغه هېواد کې نا امني د ټولې سیمې د ناامنۍ سبب ګرځي.»

ولسمشر د سیمې له هېوادونو، ایران، هند، چین، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان، ترکمنستان او نورو هېوادونو مننه وکړه، چې تل یې په بېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، افغان حکومت غواړي چې افغانستان د سیمې د هېوادونو د اتصال په محور بدل شي او د سیمې هېوادونه پخپلو همکاریو کولی شي افغانان دغه هدف ته ورسوي.

ولسمشر غني د سیمې له هېوادونو دا هم وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي او د سترو پروژو د پلي کولو له لارې دلته اقتصادي پرمختګ رامنځ ته کړي.

باید و ویل شي، ولسمشر یو ځل بیا پر داسې مهال وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو له پاره چمتوالی ښي، چې درې ورځې وړاندې یې د طالبانو پروړاندې د ۷ ورځو له پاره اوربند اعلان کړ.

ښاغلي غني په دې اړه ویډیويي پیغام کې تولو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی، چې د روژې له ۲۷ مې د اختر تر ۵ مې پورې پر افغان طالبانو هېڅ ډول تهاجمي بریدونه ونه کړي.

د ولسمشر له اعلان وروسته طالبانو هم د اختر درې لومړۍ ورځې اوربند اعلان کړی، چې د ولسمشر او طالبانو دغه اقدام په کور د ننه او نړیواله کچه له هرکلي سره مخ شوی او له دواړو لورو غوښتل شوي، چې اوربند اوږد او د سولې خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي