۰

ټرمپ د جي ۷ هېوادونو له ګډې بیانیې خپل ملاتړ او لاسلیک اخیستی

یکشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۸
د کاناډا د لومړي وزیر جاسټین ټروډو تر څرګندونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جي ۷ هېوادونو له ګډې بیانیې خپل ملاتړ او لاسلیک بېرته اخیستی دی.
ټرمپ د جي ۷ هېوادونو له ګډې بیانیې خپل ملاتړ او لاسلیک اخیستی
د کاناډا د لومړي وزیر جاسټین ټروډو تر څرګندونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جي ۷ هېوادونو له ګډې بیانیې خپل ملاتړ او لاسلیک بېرته اخیستی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ چې د یادو هېوادونو د مشرانو تر ګډې بیانیې وړاندې له غونډې وتلی و، د کاناډا د لومړي وزیر څرګندونې څرګندونې او د دغه هېواړ تصمیم د خپلې تمې خلاف بللې دي.

هغه پر خپله فسبوک پانه ویلي، چې ټروډو په کنفرانس کې د ده د تمې خلاف، پر بزګرانو، کارګرانو او امریکایي شرکتونو د درنو مالي تعرفو د وضعه کولو خبرې کړې، چې دی یې هم ملاتړ نه کوي او د امریکا استازو ته یې هم سفارښتنه کړې، چې له دغه ګډې بیانیې ملاتړ ونه کړي.

باید و ویل شي، چې د جي ۷ هېوادونو د غونډې تر پای ته رسېدو وروسته د کاناډا لومړي وزیر په یوه خبري کنفرانس کې ژمنه کړې، چې هېواد ته یې د امریکايي محصولاتو پر وارداتو به نوې اقتصادي تعرفې ولګوي.

هغه پر فولادو او المونیمو د امریکايي تعرفو لګېدل سپکاوی ګنلی او ویلي یې دي دا چې امریکا د کانادا اقتصادي فعالیت د خپل امنیت له پاره ګواښ ګني دا د کاناډا له پاره سپکاوی دی.

خو د امریکا ولسمشر ټرمپ د جي اوه هېوادونو د مشرانو له ټینګار سره سره پر المونیمو او فولادو د خپل محصول پر لګولو ولاړ دی او وايي غواړي غیر عادلانه سوداګري له منځه یوسي.

نوموړي ویلي له جي اووه هېوادونو سره د عادلانه سوداګرۍ پلوی دی او په دې برخه کې د امریکا امتیازات نه تر پښو لاندې کوي.

هغه پر مالیاتو ټینګار کړی دی او په وینا یې د پخوانیو ولسمشرانو پرېکړو امریکا هر کال سلګونه میلیارده ډالره زیانمنه کړې ده.

باید و ویل شي، چې د جي اووه یا اوو صنعتي هېوادونو غونډه به کاناډا کې جوړه شوې وه او موخه یې دا وه، چې د یادو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې همکارۍ ډېرې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي