۰

ولسمشر غني له خپل تاجک، ازبک او ایراني سیالانو سره لیدلي

یکشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۴
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د ۱۸ غونډې په څنډو کې له خپل د ازبکستان، تاجکستان او ایران له ولسمشرانو سره لیده کاته کړي دي.
ولسمشر غني له خپل تاجک، ازبک او ایراني سیالانو سره لیدلي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د ۱۸ غونډې په څنډو کې له خپل د ازبکستان، تاجکستان او ایران له ولسمشرانو سره لیده کاته کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر چې په یاد کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی تېره ورځ د یاد هېواد د چینګداو په ښار کې د یادو مشرانو سره وکتل.

ښاغلي غني په دغه لیدنو کې د دری واړه هېوادونو له مشرانو سره د سیمې پر روانو حالاتو، دوه اړخیزه اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې اترې کړې دي.

دغه راز د یادو مشرانو تر څنګ سیمې ته د ترهګرۍ د ګواښ، له ترهګرۍ او نشه يی توکو سره د مبارزې په اړه هم خبرې اترې کړې او ولسمشر غني دغه دواړې پدیدې نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې له پاره لوی ګواښ بللی دی.

ولسمشر غنی او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دوه اړخیزه ، اقتصادي، تجارتي امنیتي اړیکو په پراختیا او له ترهګرۍ سره په مبارې ټينګار کړی دی.

تاجک ولسمشر ښاغلی رحمان د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له خبرو اترو او دغه راز د اوربند په اړه د ولسمشر غنی د وروستي اقدام د ستاینې او ملاتړ تر څنګ ویلي چې د افغانستان سوله او ثبات د ټولې سیمې په ګته دی.

ولسمشر غني هم له افغانستان سره د تاجکستان هېواد د مرستیو، همکاریو، اړیکو د پراختیا څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې دغه هېواد د برېښنا او نورو اقتصادي پروژو په انتقال سره د سیمې هېوادونه یو له بل سره نښلولي دي.

ولسمشر غني او ازبک ولسمشر میرضیایف هم پر دوه اړخیزه، اقتصادي، ترانزیټي، سوداګریزه اړیکو پر پراختیا او له ترهګرۍ سره د مبارې په اړه خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي میرضیایف ویلي هېواد یې نه یوې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي، بلکې په افغانستان کې یې د سولې او ثبات د رامنځ ته کېدو په خاطر د سیمې او نړۍ هېوادونه هم دې ته هڅوي، تر څو د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته وکړي.

په دې لیدنه کې د ازبکستان له لارې د افغانستان او چین تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې، د ریک ګاډي د پټلۍ او د برېښنايي پروژو د انتقال په اړه په تفصل سره خبرې اترې شوې او پرېکړه شوې، چې د دواړو هېوادونو تخنکي ټیمونه دې ډېر ژر په دې برخه کې خپلې کاري ناستې پیل کړي.

د ولسمشر غني او ایران د ولسمشر حسن روحانی تر منځ په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا او همکاریو ټینګار تر څنګ ترهګري او نشه يي توکي هغه دوه پدیدې بلل شوې، چې د دوی په وینا نه یوازې دغه دواړه هېوادونه بلکې ټوله سیمه او نړۍ یې له ګواښ سره مخ کړې ده.

دواړو مشرانو په خپلو خبرو کې ویلي، چې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره باید په سیمه ییز او نړیواله کچه مبارزه وشي تر څو امن او پرمختګ ته لار هواره شي.

ایرانی ولسمشر ښاغلي روحاني د افغان سولې په اړه په خپلو خبرو کې ویلي، چې هېواد یې د هر هغه اقدام ستانیه، هرکلي او ملاتړ کوي، چې پر مت یې افغانستان کې جګړه او وینه تویېدنه بنده شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي