۰
ډاکترعبدالله:

د ولسشمر تر راتګ پورې د اوبو او برېښنا وزیر خپله دنده مخ ته یوسي

یکشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۲
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسمشر له هغه حکم سره مخالفت څرګند کړی، چې پر مټ یې د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني له خپلې دندې لرې کړ.
د ولسشمر تر راتګ پورې د اوبو او برېښنا وزیر خپله دنده مخ ته یوسي
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسمشر له هغه حکم سره مخالفت څرګند کړی، چې پر مټ یې د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني له خپلې دندې لرې کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني تېره ورځ وړاندې له دې چې چین ته په سفر ولاړ شي د یوه حکم په ترڅ کې د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني له خپلې دندې لرې کړ.

که څه هم د ولسمشر په حکم کې د عثماني د لرې کولو لامل نه و په ګوته شوی خو ویل شوی، چې ولسي جرګې ته د نوي وزیر تر ورپېژندلو پورې به د دغه وزارت چارې د یاد وزارت مرستیال محمدګل خلمي پر مخ وړي.

ډاکتر عبدالله عبدالله بیا د ولسمشر له دغه حکم سره مخالفت څرګند کړی او د دې تر څنګ چې عثمالي یې په چارو کې یو بریالی وزیر بللی ویلي، چې نوموړی دې له چین څخه د ولسمشر تر راتګ پورې د اوبو او برېښنا د وزیر په توګه خپله دنده مخ ته یوسي.

عبدالله په خپله فسبوک پاڼه ویلي، چې د ولسمشر له راتګ وروسته به د ملي یووالي د حکومت مطابق په دې اړه بیا تصمیم ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي