افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم په ترڅ کې د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني له دندې لرې کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه حکم چې نن شنبې د غبرګولي ۱۹ مه صادر شوی په کې د یاد وزارت چارې انجنیر محمدګل خُلمي ته سپارل شوې دي.
د ولسمشر په حکم کې راغلي، چې ولسي جرګې ته د نوي وزیر تر معرفي کولو پورې د اوبو او بریښنا وزارت د سرپرستۍ چارې د دغه وزارت د انرژۍ مرستیال محمدګل خُلمي ته، د اوسنۍ دندې سربیره، سپارل کېږي.
ولسمشر غني څو ورځې وړاندې امر وکړ، چې د اوبو او بریښنا وزارت یو کارکوونکی هم، د مچلغو د بند د درې کلن کاري جدول او نورو اړوندو پروژو تر بشپړیدو، بهر ته سفر نه شي کولی.
له دې وړاندې د کابل د هوايي ډګر امنیتي مسولینو علي احمد عمثاني ته اجازه ورنکړه چې په بلخ کې د بریښنا د یوې پروژې د پرانیستلو لپاره دغه ولایت پرواز وکړي.
باید و ویل شي، چې ولسمشر د دې حکم په اړه تر اوسه پورې اوبو او بریښنا لرې کړای شوي، وزیر څه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل