۰

روسيې هم د اوربند په اړه د ولسمشر غني د اقدام ستاینه کړې

شنبی ۱۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۰
روسیه هم د اوربند په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه اقدام ستانیه کړې او له طالبانو یې هم غوښتي، چې د ښاغلي غني اقدام ته مثبت ځواب و وايي.
روسيې هم د اوربند په اړه د ولسمشر غني د اقدام ستاینه کړې
روسیه هم د اوربند په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه اقدام ستانیه کړې او له طالبانو یې هم غوښتي، چې د ښاغلي غني اقدام ته مثبت ځواب و وايي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نه پرون جمعه د غبرګولي ۱۸ مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني دغه اقدام د سولې لپاره مهم ګام بللی دی.

په خبرپانه کې لیکل شوي«"موږ د دغه اقدام هرکلی کوو او له طالبانو غواړو چې دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي، دا په د سولې پر لور یو مهم ګام وي او افغانانو ته به فرصت وکړي چې خپلې رخصتۍ له ویرې ترهې پرته تېرې کړي.»

په ورته وخت روسیې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او د جګړې د ختمېدا او ملي روغې جوړې لپاره د افغان دولت او طالب مشرانو تر منځ د خبرو اترو د پیلولو په لړ کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

باید و ویل شي، چې افغان ولسمشر د تېري پنشنبې په ورځ د روژې له ۲۷ مې د اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلان کړ او ټولو امنیتي ځواکونو ته یې امر وکړ، چې پر افغان طالبانو هر ډول بریدونه بند کړي.

دغه راز طالبانو بیا نن شنبې د غبرګولي ۱۹ مه په یوه خبرپانه کې د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی او ټولو جنګیالیو ته یې امر کړي، چې په دې ورځو کې پر کورنیو مخالفینو( افغان دولت هغه که نظامي دي او که ملکي) هېڅ ډول تعرضي عملیات ونه کړي.

د افغان ولسمشر او طالبانو دغه اقدام په کور دننه او بهر ستایل شوی او له دواړو غاړو د اوربند د اوږدولو او دغه راز د سولې د خبرو د پیل غوښتنه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي