امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې د یوه سرتېري په ګډون ۴ ولسي وګړي ټپیان شول.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د غبرګولي ۱۹ مه د پکتیا مرکز ګردیز ښار د خوست لین په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم وايي، په دغه چاودنه کې یو سرتېري، دوه ماشومان او یو بل عامل وګړی ټپيان شوي، خو څوک وژل شوي نه دي.
د هغه په وینا د پېښې ټپیان د ګردیز ملکي روغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، چاودنه په یوه ګلدان کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:پکتیا