د سیمه ییزه اروګانونو خپلواکې ادارې اعلان وکړ، چې عبدالحق شفق د فاریاب ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې ویلي، چې شفق لوړې زده کړې او د سیمه ییزه حکومتولی په برخه کې ښه تجربه لري نو ځکه په موافق رتبه بست کې د فاریاب د والي په توګه ټاکل شوی دی.
باید و ویل شي، چې شفق تر دې وړاندې هم د سرپل، دایکنډي، سمنګان او فاریاب د والي په توګه دندې تر سره کړې دي، چې دا دی یو ځل بیا د فاریاب والي شو.
دا والي پر داسې مهال فاریاب ته ټال کېږي، چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې ناامنیتۍ زیاتې شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل