۰

بادغیس کې ۹ پوله ساتي سرتېري وژل شوي دي

شنبی ۱۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۷
چارواکي وايي، د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۹ پوله ساتي سرتېري وژل شوي دي.
بادغیس کې ۹ پوله ساتي سرتېري وژل شوي دي
چارواکي وايي، د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۹ پوله ساتي سرتېري وژل شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې طالبانو د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د قلعه موریچاق په سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي.

یوې باوري سرچینې چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله جمهور خبري آژانس ته ویلي، چې طالبانو د موریچاق په سرحدي سیمه کې ۹ پوله ساتي سرتېري وژلي دي.

د دغه سرچینې دلته په نښته کې درې وسله وال طالبان هم ټپیان شوي دي.

خو د بادغیس د پولیسو ویاند نقیب امینتي وايي، د طالبانو په برید کې ۷ سرتېري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا جګړې څلور ساعته دوام درلود او اوس د موریچاق سیمه د افغان ځواکونو په واک کې ده خو دا چې په دې جګړه کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې که نه په اړه یې څه ونه ویل.

طالبانو هم په یاده سمیه کې د جګړې د پخلي تر څنګ د ۱۲ سرحدي سرتېرو د وژل کېدو او د هغوی د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو تر لاسه کولو ادعا کړې ده.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي