سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د افغان پوځ پر پوستو د طالبانو په برید کې ۱۷د ملي اردو سرتېري وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نښته تېره شپه (د غبرګولي ۱۹مه) د هرات ولایت د زاول ولسوالۍ په عزیزآباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، د طلبانو یوې ۱۵۰ کسیزره ډلې په یاده سیمه کې پر د ملي اردو پر پوستو ډلیز بریدونه کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دغه برید کې د ملي اردو ۱۷سرتېري وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې وروسته سیمې ته نور کمکي ځواکون رسېدلي، چې په ځوابیه برید کې ۸ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل