۰

ولسي جرګې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ له اوربنده ملاتړ وکړ

شنبی ۱۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۱
ولسي جرګې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له خوا د اوربند له اعلانونو د هرکلۍ او ملاتړ تر څنګ وايي، هیله لري چې دغه اوربند تلفاتې او سولې ته لار هواره کړي.
ولسي جرګې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ له اوربنده ملاتړ وکړ
ولسي جرګې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له خوا د اوربند له اعلانونو د هرکلۍ او ملاتړ تر څنګ وايي، هیله لري چې دغه اوربند تلفاتې او سولې ته لار هواره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې د نن ورځې شنبې د غبرګولي ۱۹ مې غوندې په امتیازي ساعت کې وکیلانو ویل، جګړې په افغانستان کې په ستره غمېزه بدلې شوې او ټول افغانان د سولې تږي دي.

دوی ویل، په  دي حساسو شرایطو کې د افغان حکومت او طالبانو د اوربند اعلان په هېواد کې د سولې هيلې ټوکوي.

د جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي په خپلو خبرو کې و ویل، ولسي جرګه له هرې هغې پرېکړې ملاتړ کوي چې د ملت ګټه او خیر پکې خوندي وي.

ښاغلي ابراهیمي هیله څرګنده کړه چې رامنځته شوی اوربند سولې ته لار هواره او روانې جګړې ختمې کړي.

ابراهیمي یو ځل بیا په افغانستان کې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ، چې له جګړو لاس واخلي او د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب و وايي.

باید و ویل شي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې پنشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې له افغان طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړ.

افغان ولسمشر و ویل، کابل کې د علماوو هغه فتوا ته په درناوي، چې افغانستان کې یې روانه جګړه او ځانمرګي بریدونه ناروا وبلل د روژې له ۲۷ مې د اختر تر ۵ پورې اوربند اعلانوي، او ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کوي، چې په دغه موده کې پر افغان طالبانو خپل هر ډول بریدونه ودروي.

د ولسمشر غنی له دغه اعلان دوه ورځې وروسته نن شنبې د غبرګولي ۱۹ مه وسله والو طالبانو هم په یوه اعلامیه کې درې ورځنۍ اوربند اعلان کړ.

د طالبانو د رهبري شورا له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ټولو طالب جنګیالیو ته امر شوی، چې د اختر په دریو ورځو کې په کورنیو مخالفینو(دولت) هېڅ ډول تعرضي بریدونه ونه کړي.

باید و ویل شي، چې د افغان ولسمشر او وسله والو طالبانو دغه د اوربند اعلانونه د سیاسي ډولو، مدني ټولنو او به خواله رسنیو کې د ګڼو کسانو له خوا ستایل شوې او ټولو هيله ښودلې چې دا ګام په هېواد کې د جګړې د پای او تل پاتې سولې پیلامه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي