د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله له بریتانیا غوښتني، چې نړیوالو بازارونو ته دې د افغانستان د تولیداتو په رسېدو کې مرسته وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله عبدالله له بریتانیا نه د درې ورځنۍ کتنې په لړ کې د بریتانیا د نړیوالو پرمختیایي چارو له وزیرې پیني لوپ ماري سره کتلي دي.
د اجراییه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي عبدالله له مېرمن ماري نه غوښتي چې له هېواده یې تمه کوي څو د افغانستان په اړه نړیواله اقتصادي غونډه کې چې روان کال په نوومبر میاشت کې د سویس په جینوا کې جوړېږي فعاله ونډه واخلي.
د خبرپاڼې له مخې ماري هم ژمنه کړې چې وزارت به یې په دې او د افغانستان د حکومت د نورو لومړیتوبونو په برخه کې اړینه همکاري وکړي.
عبدالله دغه راز په دې سفر کې د بریتانیا له ولیعهد شهزاده او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره کتنې کړې او له لومړۍ وزیرې ترزا مې سره به هم وګوري.
جمهورخبري آژانس:کابل