۰

افغانستان د نظم برخه کې تر ۱۴۲ هېوادونو وروسته دی

شنبی ۱۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۵
یوه تازه سروې ښيي، چې افغانستان تر ونزوئلا وروسته هغه هېواد دی چې د قانون او نظم په برخه کې د ۱۴۲ هېوادونو په وروستۍ برخه کې راځي.
افغانستان د نظم برخه کې تر ۱۴۲ هېوادونو وروسته دی
یوه تازه سروې ښيي، چې افغانستان تر ونزوئلا وروسته هغه هېواد دی چې د قانون او نظم په برخه کې د ۱۴۲ هېوادونو په وروستۍ برخه کې راځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سروې د ګالوپ نړیوالې مؤسسې د ۱۴۲ هېوادونو له شاوخوا ۱۴۸ زره کسانو سره د مرکو پر اساس یې چمتو کړې ده.

سروې په نړۍ کې د قانون او نظم په اړه په ۲۰۱۷ کال کې د مرکو ترسره کولو له لارې شوې او به کې له خلکو د خپلو سیمو له پولیسو څخه د رضایت، په خپلو سیمو کې د ډاډه ګرځېدو او جرمونو په اړه پوښتنې شوي دي.

ګالوپ په خپل راپور کې لیکي، چې د نړۍ ۶۹ فیصده خلک په خپلو پولیسو ډاډه دي، ۶۸ فیصده کولی شي په خپلو سیمو کې د شپې مهال په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي او ۵ فیصده نورو ویلي چې پر دوی یرغل شوی او یا ځورول شوي دي.

ګالوپ دغو پوښتنو ته د مثبت ځواب ویونکو لپاره په هر هېواد کې د هغه هېواد د نفوس پر اساس درجې ټاکلي دي.

سنګاپور د هغه هېوادونو په سر کې دی چې تر ټولو ډېرو وګړو یې رضایت څرګند کړی دی او وینزویلا په وروستۍ برخه کې راغلی دی، خو افغانستان تر ونزوئلا یوه درجه لوړ ځای کې راغلی دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي