د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، افغان حکومت دې له طالبانو سره د سولې لپاره د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ګډون ټول انتخابونه د خبرو پر مېز کېږدي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې په یوناما کې د سولې او مصالحې په برخه کې د ملګرو ملتونو استازي سټېو بروکینګ د امریکا د سولې په انیستیتوت کې د خبرو پر مهال کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، دا سمه ده، چې ولسمشر غني افغان طالبانو ته د سولې بې سارۍ وړاندیز کړی دی، خو ولسمشر ته په کار ده، چې د سولې او مذاکراتو په موخه ان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ګډون ټول انتخابونه د خبرو پر مېز کېږدي.
بروکینګ ویلي، که د بهرنیو ځواکونو په وتلو په افغانستان کې امنیت او ثبات راتللی شي نو باید پر دغه انتخاب هم غور وشي.
د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې لپاره د طالبانو مهم شرط دی خو افغان حکومت وايي چې طالبان دې لومړی د سولې خبرو ته حاضر شي او له هغه وروسته دې د مذاکراو او جګړې درولو لپاره خپل شرایط وړاندې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل