۰

لغمان کې د یوه دیني عالم په ګډون ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنبی ۱۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۳
سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د یوې چاودنې له امله د یوه دیني عالم په ګډون ۱۷ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لغمان کې د یوه دیني عالم په ګډون ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د یوې چاودنې له امله د یوه دیني عالم په ګډون ۱۷ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون جمعه (دغبرګولي ۱۸مه) ماسپښين شاوخوا ۲ بجې د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، چاودنه په دوو بجو او ١٥ دقيقو د سلطان غازي بابا ښارګوټي د یونس چوک په سیمه کې رامنځته شوه.

نوموړي زیاته کړه، چې چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوي، چې یو تن دیني عالم مولوي محمد یونس شمه خېل د جمعې له لمانځه وروسته د کور په لور روان وو.

سرحدي ځواک زیاتي، چې په دې چاودنه کې د مولوي محمد یونس شمه خېل په ګډون څلور تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

هغه وايي، وژل شوي او ټپیان ټول ولسي وګړي دي، چې ټپیان د درمنلې په موخه روغتون ته لېږدول شوي.

ځواک د چاودنې د نوعیت او ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه ونه ویل.

تر اوسه د چاودنې مسؤولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخستی.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي