۰

امریکا بیا له پاکستانه د ترهګرو د مرکزونو د منځه وړلو غوښتنه کړې

پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۰
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت چارواکو یو ځل بیا د پاکستان پوځي چارواکو غوښتي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي.
امریکا بیا له پاکستانه د ترهګرو د مرکزونو د منځه وړلو غوښتنه کړې
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت چارواکو یو ځل بیا د پاکستان پوځي چارواکو غوښتي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره په تلېفون خبرې کړې دي.

پمپیو په دې خبرو کې باجوه ته ویلي، چې پاکستان دې په خپله خاوره کې د ترهګرو امن مرکزونه او پټنځایونه له منځه یوسي.

دغه راز هغه دا هم ورته ویلي، چې پاکستان دې د افغان حکومت او وسله واو طالبانو تر منخ د سیاسي مذاکراتو په برخه کې رښتینې همکاري او مرسته وکړي.

ویل کېږي، چې پمپیو او جنرال باجوه په دې تلېفوني اړیکه کې د امریکا او پاکستان تر منځ په اړیکو هم خبرې اترې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي