۰

متحده عربي امارات افغانستان ته سرتېري لېږي

چهارشنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۵
افغان حکومت وايي، افغانستان ته یې د متحده عربي اماراتو د امنیتي سرتېرو د لېږلو وړاندیز ارځولی او تایید کړی دی.
متحده عربي امارات افغانستان ته سرتېري لېږي
افغان حکومت وايي، افغانستان ته یې د متحده عربي اماراتو د امنیتي سرتېرو د لېږلو وړاندیز ارځولی او تایید کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت شورا پرون سه شنبې د غبرګولي ۱۵ مه په غونډه کې پر یاده موضوع خبرې وکړې او دا وړاندیز یې تایید کړ.

په خبرپانه کې ویل شوي دي«د افغانستان او ناټو د امنیتي تړون او د پرېکند ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د روزنې، سلاکارۍ او ملاتړ په موخه افغانستان ته د ځانګړو امنیتي ځواکونو د استولو لپاره د متحده عربي اماراتو وړاندیز وارځول او تایید شو.

خبرپاڼه کې د امارتي سرتېرو د شمېر او افغانستان ته د لېږلو د مهال وېش په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم متحده عربي اماراتو په دې اړه څه ویلي.

خو په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لوی قومندان جنرال جان نیکولسن اونۍ وړاندې ویلي وو، چې امارات او قطر غواړي افغانستان ته سرتېري ولېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي