سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون به د روانې میلادي جون میاشتې په ۱۲ مه سره وګوري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سپینې ماڼۍ زیاته کړې، چې دواړه ولسمشران به په سنګاپور کې سره وګوري او د دې سرمشریزې په تنظیمولو دواړه لوري کار کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز پرون دوشنبه ویلي، چې د متحده ایالاتو او شمالي کوریا پلاوي د دواړو کوریاګانو ترمنځ په غیر پوځي سیمه کې د راتلونکې سرمشریزې په اړه خبرې کوي.
که څه هم ډونالد ټرمپ له کېم جونګ اون سره خپله د سنګاپور کتنه لغوه اعلان کړې وه، خو د اوونۍ په سر کې يې په سپینه ماڼۍ کې د شمالي کوریا له یوه لوړ رتبه مسؤل سره تر لیدو وروسته اعلان وکړ چې دی او کېم به د جون په ۱۲مه په سنګاپور کې له یو بل سره و ویني.
نوموړي هیله څرګنده کړې ده چې له کېم سره به د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د ختمولو په اړه خبرو کې مثبتې نتیجې ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل