اردن کې د ګڼو لاریونونو وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر هاني ملقي له خپلې دندې استعفا کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ملقي شاهي ماڼۍ ته تر وروغوښتل کېدو څو ساعته وروسته خپله دنده پرېښې ده.
اردني رسنۍ وايي مقلي خپل استعفا لیک وړاندې کړی او د کابیني له ټولو وزیرانو یې هم غوښتي، چې خپلې استعفاوې اعلان کړي.
ویل کېږي د اردن شاه دوهم عبدالله د الملقي استعفا منلې او د دغه هېواد د ښوونې وزیر عمر الرزاز ته یې د نوې کابینې د جوړولو له باره ګمارلی دی.
باید و ویل شي، چې په اردن کې له تېرې چهارشنبې راهیسې د حکومت له خوا د مالیاتو د لوړاوي پر سر پراخ لاریونه پیل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل