د عراق د کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد په شمال لوېدیځ موصل ښار کې د ۴۰۰ کانټینر چاوېدونکو توکو د کشف او تر لاسه کولو خبر ورکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عراق د کورنیو چارو وزارت ویاند سعد معن پرون یکشنبې د غبرګولي ۱۴ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، چې دغه له چاودېدونکو توکو ډک کانټینر د موصل ښار لویدیځې برخې د حی التنګ په سیمه کې د پولیسو له خوا کشف او تر لاسه شوي دي.
هغه د کشف شویو چاودېدونکو توکو د دقیق ډول او اندازې په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل