۰

تېره میاشت په هېواد کې ۱۸۳ ملکیان وژل شوي

شنبی ۱۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۱
د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله (سي اې پي جي) وايي، په تېره مې میاشت په افغانستان کې ۵۲۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېره میاشت په هېواد کې ۱۸۳ ملکیان وژل شوي
د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله (سي اې پي جي) وايي، په تېره مې میاشت په افغانستان کې ۵۲۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې ویل شوي، چې په تېره میاشت د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې په امنیتي پیښو کې۱۸۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۷ نور ټپیان دي.

د دوی په وینا نوې شمېرې ښيي چې د اپرېل میاشتې په پرتله په دې میاشت کې د وژل شوو ملکیانو په شمېره کې کموالی خو د ټپيانو هغو په شمېره کې بیا زیاتوالی راغلی دی.

په مې میاشت کې هم د په ۲۳ ولایتونو کې، ۱۸۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰۶ نور ټپیان شوي وو.

د اپریل په میاشت کې ډېر تلفات په کابل کې ثبت شوي وو، خو د په مې میاشت کې د نورو ولایتونو په پرتله د ننګرهار په ولایت کې په زیات شمېر ملیکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي