۰

روسیه وایي، د امریکا او شمالي کوریا تر منځ خبرو کې کار نه لري

پنجشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۹
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، مسکو د امریکا او شمالي کوریا تر منځ مذاکراتو کې هېڅ ډول مداخله نه کوي.
روسیه وایي، د امریکا او شمالي کوریا تر منځ خبرو کې کار نه لري
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، مسکو د امریکا او شمالي کوریا تر منځ مذاکراتو کې هېڅ ډول مداخله نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف دغه څرګندونې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې شمالي کوریا د وروستیو لسیزو حالت ښه لیدلي دي، نو دې مسایلو ته په کتو کولی شي خپله پرېکړه وکړي.

سرګي لاوروف وايي، روسیه هېڅ علاقه نه لري، چې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ په روانو مذاکراتو کې مداخله وکړي.

هغه زیاتوي، چې په شمالي کوریا کې د روانو کشمکشونو حل وخت ته اړتیا لري او په دې برخه کې واضحو او باوري هوکړو ته اړتیا ده.

روسیه پر داسې مهال دغه نظر څرګندوني، چې تېره ورځ د شمالي کوریا د ولسمشر ارشد سلاکار او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو امریکا ته سفر کړی او له ګڼو چارو سره یې لیدلي دي.

تر دې وړاندې بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دوه ځلې شمالي کوریا ته د اړیکو جوړو او د دواړو هېواد تر منځ خبرو اترو ته د زمینې برابرو په موخه سفر کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي