د پوځ کمانډو هلمند کې د طالبانو له زندانه ۱۰۳ تنه راخوشي کړي دي

10 جوزا 1397 ساعت 8:48

د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ کمانډو ځواکونو په هلمند ولایت کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو یو زندان مات او لسګونه ولسي وګړي یې ترې راخوشي کړي دي.


د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ کمانډو ځواکونو په هلمند ولایت کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو یو زندان مات او لسګونه ولسي وګړي یې ترې راخوشي کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پوځ کمانډو ځواکونو دغه عملیات تېره شپه ( غبرګولي ۹ مه) د کجکي ولسوالۍ په سور کاریز او ده بابا سیمو کې عملیات تر سره کړل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال د وسله والو یو زندان چې ولسي وګړي په کې ساتل کېدل مات شوی او لسګونه کسان ترې راخوشي شوي دي.

دفاع وزارت وايي، د پنځو ښځو په ګډون ۱۰۳ تنه ولسي وګړي له دغه زندان څخه راخوشي شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم افغان د هلمند ولایت په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو پر زندانونو چاپې وهلې او لسګونه کسان یې ترې راخوشي کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل



 


د مطلب کود: 104826

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104826/

جمهور
  https://www.jomhornews.com